د ایران او امریکا ترمنځ اټومي مذاکرات چې د جمعې په ورځ د دلوې ۱۷مه د عمان په منځګړیتوب مسقط ښار کې پیل شوي وو، پایته ورسېدل.
ایراني رسنیو ویلي، ارزونې ښيي چې د مذاکراتو د دوام لپاره د دواړو لورو ترمنځ تفاهم شوی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي: «دا یو ښه پیل و او پرېکړه وشوه چې خبرې به دوام ولري.»
د یادونې ده چې د ایراني پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په غاړه درلوده او د امریکايي پلاوي مشري هم د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف کوله.