د اوکراين او روسيې چارواکو د امريکا په منځګړيتوب د سولې خبرو لومړۍ ورځ پای ته رسولې او ټاکل شوې چې دا خبرې نن پنجشنبه هم دوام ومومي.
دا څرګندونې د اوکراين د مرکچي پلاوي مشر کړې دي. د اوکراين د ملي امنيت او دفاع شورا مشر رستم عمروف ويلي چې د چهارشنبې پر ورځ په ابوظهبي کې شوې خبرې «مانادارې او ګټورې» وې.
د هغه وياندې، ديانا داويتيان، وويل چې خبرې به دويمې ورځې ته هم وغځېږي، خو تراوسه د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کومه لويه لاستهراوړنه نه ده اعلان شوې.
دا مثبت دريځ په داسې حال کې څرګند شوی چې له خبرو وړاندې داسې اندېښنې موجودې وې ښايي خبرې د روسيې د نويو بريدونو له امله دغه بهیر زيانمن شي.
اوکرايني چارواکو ويلي چې د روسيې وروستيو بريدونو کې يو بريد د ګڼېګوڼې په يوه بازار کې شوی چې له امله يې اووه کسان وژل شوي دي. همداراز، نورو بريدونو د يخنۍ په سختو شرايطو کې د کېیف د برښنا زېربناوو ته نور هم زيان رسولی دی.
بلځوا د اوکراین د مرکچي پلاوي مشر، عمروف ویلي چې خبرې پر «مشخصو ګامونو او عملي حللارو» متمرکزې وې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اوکراين ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي په خپله ماښامنۍ وينا کې ټينګار کړی چې دا خبرې بايد عملي پايلې ولري او ويې ويل چې د بنديانو د تبادلې تمه «په نږدې راتلونکي» کې موجوده ده.
زېلېنسکي وويل: «د اوکراين خلک بايد احساس کړي چې وضعيت رښتيا هم د سولې او د جګړې د پای پر لور روان دی، نه دا چې روسيه هر څه د خپلې ګټې لپاره وکاروي او بريدونو ته دوام ورکړي.»
بلخوا، کرملېن ويلي چې «د سولهييز حل لپاره دروازې پرانيستې دي»، خو زياته کړې يې ده چې مسکو به تر هغې خپل پوځي عمليات روان وساتي، څو کېیف د روسيې غوښتنې ونهمني.
د جګړې د پای ته رسولو تر ټولو ستر خنډ د ختيځ اوکراين د لانجمنو سيمو برخليک بلل کېږي، هغه سيمې چې روسي ځواکونه پکې ورو، خو پرلهپسې پرمختګ کوي.
مسکو له اوکراين څخه غواړي چې د دونباس له پراخو سيمو، په ځانګړي ډول له سختو مستحکمو ښارونو چې پر شتمنو طبيعي زېرمو ولاړ دي، خپل ځواکونه وباسي. دا غوښتنه د هر ډول تړون لپاره يو اساسي شرط بلل شوی دی.
روسيه همداراز له نړيوالې ټولنې غواړي چې د جګړې پرمهال نيول شويو سيمو باندې د دې هېواد حاکميت په رسميت وپېژني.