Asset 1SWN

سلام وطندار

امیرخان متقي او ډيکارلو د تعامل په پراختیا خبرې کړي

G_bTfT3bgAAItjO

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډي‌کارلو سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کتنه کې دواړو لوريو د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيز بحثونه وکړل.

امیر خان متقي ټینګار کړی چې نه یوازې د خصوصي سکتور د ملاتړ، بلکې د بشري مرستو لپاره اړینه ده چې د افغانستان په بانکونو محدودیتونه لرې او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي، څو خصوصي سکتور د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په عادي ډول فعالیت وکړی شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


آغلې روزمېري ډي‌کارلو د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ګروپونو (له مخدره توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکتور د ملاتړ) اړوند د خپلې همکارۍ یادونه وکړه او یادې ناستې یې د ټولو په ګټه وبللې.

هغې هیله څرګنده کړه چې د یادې پروسې په نورو موضوعاتو کې هم ګډ کار ته زمینه برابره شي.

همدارنګه دواړو لوریو د دا ډول ناستو د زیاتوالي او د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام