Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې ۱۰ صرافۍ د کالدارو کارولو له امله وتړل شوې

خوست ښار (2)

خوست کې د افغانيو د ترويج کمېسيون له‌خوا هغه ١٠ صرافۍ دوکانونه مهرلاک او وتړل شول چې مالي معاملاتو کې یې بهرنۍ کرنسۍ، په ځانګړي ډول پاکستانۍ کلدارې کارولې.

د خوست ولايت مقام تېره ورځ یوه خبرپانه کې ویلي، دغه اقدام د قوانینو تطبیق او د ملي اسعارو د ثبات ساتنې په موخه ترسره شوی او تر امر ثاني پورې به یادې صرافۍ تړلې پاتې وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپانه کې یو ځل بیا د خوست ټولو سوداګرو، دوکاندارانو او صرافانو ته په جدي ډول سپارښتنه شوې چې د بهرنۍ کرنسۍ استعمال، په ځانګړي ډول د کلدارو کارونه، په مطلق ډول منع ده او هېڅ شخص، دوکاندار او یا سوداګر ته اجازه نه شته چې راکړه ورکړه کې له افغانیو پرته بله کرنسي وکاروي.

د دې پرېکړې سرغړونکي قانون ماتوونکي ګڼل کيږي چې په صورت کې به یې له جدي قانوني چلند سره مخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام