Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې د مرستو وېش په پلمه له خلکو د پیسو اخیستوونکي نیول شوي

IMG-20260114-WA0013

د خوست امنيه قومنداني مسولان وايي چې هغه اووه کسيزه ډله يې نيولې چې يوې جعلي موسسې په نوم د مرستو د وېش په موخه يې د نوم ثبتولو پرمهال له خلکو پيسې اخيستې دي.

د خوست امنیه قومنداني څخه نن چهارشنبه، مرغومې ۲۴مه، په ليږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې منسوبینو هغه اووه کسیز بانډ نېولی چې کلیوالو خلکو ته یې د یوې موسسې کارکوونکي ځانونه معرفي کول او د مرستو د ورکړې په پلمه یې ورڅخه د نوم ثبتولو پر سر پیسې اخیستې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپانه کې راغلي چې په نېول شویو کسانو کې د یادې جعلي موسسې رییس، کمپیوټرکار، ډرایور او څلور ښځینه ډاکټرانې شاملې دي.

د خبرپاڼې پربنسټ، دوی ځانونه د یوې موسسې کارکوونکي بلل او د یونېسف نړیوالې موسسې له لوري د مرستو د توزیع لپاره یې د خیالي سروې ترسره کولو او نومونو ثبتولو پر سر له خلکو پیسې غوښتې.

له دغو نیول شويو کسانو سره د یادې موسسې جعلي کارتونه هم نیول شوي او له کره شواهدو او بشپړې دوسیې سره یوځای به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام