Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل ته د خلیل‌زاد سفر؛ د ناستو پر دوام ټينګار شوی

G9QGsMTb0AAG5jD

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي کابل کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل د یادې لیدنې په اړه وايي: «د هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل، څه باندې څلور کاله وړاندې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او جګړې له پای وروسته، د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو تعامل عملاً نوي پړاو ته داخل شوی.»

امیرخان متقي د لیدنې پرمهال ویلي چې په ګڼو برخو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پراختیا فرصتونه شته چې د دوامداره خبرو له لارې پرمختګ شونی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دې لیدنې پرمهال ویلي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د شته موضوعاتو په اړه خبرې اړینې دي.

ضیااحمد تکل وویل: «په ناسته کې زلمي خلیلزاد په خپل وار په افغانستان کې ډاډمن امنیت او د بیارغونې په برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل، د متحده ایالتونو پخواني استازي د دوه اړخیزو ناستو په دوام یې ټینګار وکړ.»

بل‌خوا د سیاسي چارو یوشمېر شنونکي، کابل ته د خلیلزاد راتګ مثبت ارزوي او زیاتوي چې امریکا لېواله ده، له افغانستان سره سیاسي، ډیپلوماټیکې او تجارتي اړیکې له سره ورغوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: «د افغانستان د حاکم حکمرانو حکومت پالیسي او د عام ولس غوښتنه هم همدا دا ده چې باید شرق، غرب، شمال او جنوب مملکتونو سره اړیکې جوړې شي… د توازن برابرتیا لپاره دغسې لیدنې کتنې ضرور دي. دا چې خلیلزاد بار بار افغانستان ته راځي او یو ښه تصویر له افغانستان څخه ځان سره وړي زه فکر کومه دا د افغانستان راتلونکي لپاره ښه زېری دی.»

د چارو بل شنونکي معین‌ګل څمکنی وايي: «امریکا هم لېواله ده چې له افغانستان سره سیاسي، ډیپلوماټیکې او تجارتي اړیکې له سره ورغوي. همدغسې د ستراتیژیکو اړیکو د جوړولو لپاره لار پرانیزي، نو دغه لیدنې مثمرې ګڼو او د لاپراختیا په هیله یو. هیله ده چې دا اخري لیدنه نه‌وي او دغه لیدوکاتو ته دوام ورکړلای شي، څو د دواړه هېوادونو په منځ کې شته ستونزې حل او فصل شي او افغانستان په نړېواله کچه باندې خپل ځای بیا له سره په لاس راوړي.»

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ یو پلاوی، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وږې میاشتې په ۲۲مه کابل ته سفر کړی و او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې لیدلي و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام