د هلمند د سنګین او ګرشک ولسوالیو ترمنځ، د حنجري په کلي کې د میانکو بند د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
دغه بند چې د ځمکې له سطحې ۱۰متره لوړوالی، ۱۱متره اوږدوالی او ۳متره سور لري، تمه ده چې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او هستوګنیز کورونه د سیلابونو او تخریب له ګواښ څخه وژغوري.
یاده پروژه د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د کوکنارو د بدیل موندلو، خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او د اوبو د مدیریت د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي.
مسوولان هیله لري چې د میانکو بند به نه یوازې د سیمې کرنیزې ځمکې او هستوګنیز کورونه له سیلابي اوبو خوندي کړي، بلکې د ځمکې لاندې اوبو کچه به هم لوړه کړي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر محمدیونس اخندزاده د دغې پروژې د اهمیت په اړه ویلي: «دا یوه مهمه پروژه ده چې د ۳۸۰زره امریکايي ډالرو په لګښت تطبیقېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې په تېرو دوو میاشتو کې د هلمند او کندهار ولایتونو ۱۱۹ سیمې سروې شوې او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به سږکال له ۱۰ څخه تر ۲۰ پورې ورته پروژې پیل شي.
د هغه په وینا، هلمند، کندهار، زابل او روزګان هغه ولایتونه دي چې د سختې وچکالۍ او سیلابونو له امله سخت ځپل شوي او ورته پروژو ته بیړنۍ اړتیا لري.
د سیمې اوسېدونکي هم د یاد بند له جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي چې په وروستیو کلونو کې سیلابي بارانونو د خلکو ګڼ کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.
د سیمې دوو اوسېدونکو، شیرعلي او نوازالدین وویل چې د بند په جوړېدو سره به د سیلابونو خطر کم شي او د ځمکې لاندې اوبو زیرمې به بېرته ورغول شي. نوازالدین له مسوولینو غوښتنه کړې چې د بند لوړوالی نور هم زیات شي، تر څو د اوبو د زېرمه کولو وړتیا لوړه شي.
د میانکو بند جوړېدل د سیمې لپاره د اوبو د زیرمو، کرنیزو ځمکو او استوګنیزو کورونو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې هلمند، کندهار، زابل او روزګان ولایتونه د وچکالۍ او سیلابي بارانونو له امله له بېلابېلو جدي ننګونو سره مخ دي، او دا ډول پروژې د خلکو د ژوند د خوندیتوب او اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري.