وروستۍ زلزلې د هېواد شمال کې د سلګونو نورو کورونو ترڅنګ، له پاکستانه د راستنې شوې بيبي سرپناه هم زیانمنه کړې او اوس له یوې بلې غمیزې سره مخ ده.
د بلخ د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» کلي اوسېدونکې بيبي دوه کاله وړاندې له خپلو پنځو ماشومانو سره له پاکستانه راستنه شوې او اوس د کور نړېدو له وېرې خپلو ماشومانو سره خیمه کې شپې او ورځې تېروي.
دغه مور چې درې لورګانې او دوه زامن لري، خاوند یې ۷ کاله مخکې مړ شوی دی.
هغې وویل: «مېړه نهلرم، ورور نهلرم، پلار نه لرم. دا به څوک را سره جوړ کړي، زه خپله کله کله خیاطي کوم، زوی مې کراچۍ کې د خلکو بار وړي. د ملا عملیات مې هم کړی، د کور سودا نهشم پوره کولی، کور به راته څوک جوړوي، روزي مې خدا دغسې لیکې، الله دې دې زوی راته غټ کړي وروره.»
هغه چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو ته حیرانه ده، دې وروستۍ زلزلې یې ستونزې نورې هم ډېرې کړي دي.
زلزلې د دغې کونډې مور د کوټو دېوالونو کې د درزونو په رامنځته کولو، د هغې د راتلونکو ورځو هوساینه هم ترې اخیستې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړې وویل: «مشر زوی مې ۱۲ کلن دی، څوک کار نه ورکوي ورته وایي چې وړوکی یې. دوه کاله کیږي چې له پاکستانه راغلي یو او سړی مې ۷ کاله مخکې مړ شوی. له پاکستانه خپل پلار سره راغلم او یو څه وخت هغه وساتلم، خو اوس مې پلار هم مړ دی او څوک نهلرم. حکومت را ته شیلټر جوړ کړ، زلزله کې زیانمن شوی، درزونه یې کړي، ټوله شپه مو ماشومان لړزیږي وايي یخ مو کیږي، په دې کوټو کې پرېوتی نه شو، دا اصلآ د اوسېدو نه دی ټول دېوالونه یې سره بېل شوي.»
بيبي هېڅکله بل ته د لاس غځولو عادت نهدرلود، خو د خاوند او پلار تر مرګ وروسته، حالاتو اړ کړی چې د خپلو ماشومانو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره هره دروازه وټکوي.
هغې سلاموطندار ته وویل: «څوک راسره کومک، کوي، څوک زکات راکوي، څوک سرسایه راکوي، ځينې وخت ګاونډیان ډوډۍ رالیږي په دې ژوند تېروو. که چا خیرات راکړ هغه ده، کنه خپلو ماشومانو سره د الله په هیله ناسته یو، هېڅ نه لرو.»
د بلخ د شولګرې ولسوالي «جلوزو» سیمه کې ګڼ شمېر نورې داسې کورنۍ هم شته چې دې وروستیو کې له پاکستانه راستنې شوي او زلزلې یې کورونه زیانمن کړي.