ملګروملتونو اعلان کړی چې په نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه کسان له یوه ډول نه یوه ډول معلولیت سره ژوند کوي.
دغه سازمان دا څرګندونې نن چهارشنبه، لیندۍ ۱۲مه، ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.
ملګروملتونو په یوه تازه څرګندونه کې ټینګار کړی چې د ښه او هر اړخیز راتلونکي لپاره اړینه ده چې د معلولیت لرونکو کسانو ځانګړو اړتیاوو ته په ټولنه کې په ټولو برخو کې جدي پام وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد سازمان وایي، معلولیت لرونکي کسان د بېوزلۍ، د کار د فرصتونو د نشتوالي، د تبعیض او ټیټ معاش په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ډسمبر درېیمه په ۱۹۹۲کال کې د ملګروملتونو لهخوا د معلولیت لرونکو کسانو د ننګونو حل، د خلکو پوهاوي لوړولو او د هغوی د ملاتړ پیاوړي کولو لپاره یاده ورځ د دغو کسانو لپاره نومول شوې ده.