د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خوست، کونړ او پکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
حامد کرزي نن سهشنبه، نومبر۲۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې ښځې او ماشومان شهیدان شوي دي.
نوموړي دغه بریدونه د ټولو نړیوالو اصولو او کړنلارو خلاف بللي دي.
پخواني ولسمشر له اسلاماباد څخه غوښتي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ تنظیم کړي او د راتلونکي په اړه له پاملرنې او مسوولیت څخه کار واخلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کرزي ټینګار کړی چې پاکستان باید له «مخربو او دښمنانه سیاستونو» لاس واخلي، څو د سیمې کړکېچ او تاوتریخوالی نور زیات نهشي.
پاکستان بېګاه ناوخته پر خوست، کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه کړي چې د ماشومانو په ګډون پهکې لس کسان شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.