پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی.
حامد کرزي نن (جمعه، میزان ۱۸) پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې «د ګران هېواد پر پلازمینه کابل او پکتیکا ولایت د پاکستان هوايي برید په کلکه محکوموم.»
هغه ویلي چې د افغانستان او سیمې پر وړاندې د پاکستان پالیسۍ غیرمسوولانه دي او هغه څه چې ورسره لاس او ګرېوان دی، د اسلاماباد د ناسمو او غلطو پالیسو پایلې دي.
ښاغلي کرزي لیکلي چې پاکستان باید د خپلو نړیوالو مسئولیتونو پر بنسټ، د تېري او د نړیوالو تعهداتو د نقض پر ځای له تېروتنو، کړکېچ او تاوتریخوالي ډډه وکړي، خپلې ناسمې او زیانرسوونکې پالیسۍ له سره وارزوي او د هغوی د ناوړو پایلو د مخنیوي او د خپلو تېرو تېروتنو د جبران په موخه، د ښه ګاونډیتوب اصولو او نړیوالو موازینو ته درناوی وکړي او له افغانستان سره په دوستانه او اړیکو ولاړ تعامل ته چمتو شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت چارواکو تراوسه پر کابل او پکتیکا د پاکستان بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد سره له دې چې کابل ښار کې د چاودنو غږونو اورېدل تاییدوي، خو وايي چې د اندېښنې وړ خبره نشته.
ښاغلي مجاهد تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي، د پېښې پلټنې روانې دي او تر اوسه د کوم زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.