Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان تېره شپه پکتيکا کې بمبار کړی

پکتیکا کې د پاکستان برید

پاکستاني الوتکو تېره شپه ناوخته د پکتیکا د برمل ولسوالي د «مرغې» سیمه په بازار بمبار کړی.

ځايي سرچینو نن (جمعه، میزان ۱۸) سلام‌وطندار ته وویل، پاکستاني ځواکونو تېره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د برمل ولسوالي د «مرغې» سیمې په بازار بریدونه کړي، خو چا ته په‌کې ځاني زيان نه‌دی اوښتی.

سرچينې وويل چې د «مرغې» سیمې بازار کې يو شمېر دوکانونه له‌مينځه تللي او د ځینو نورو دوکانونو توکي سوځېدلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پکتیکا مسوولانو او د اسلامي امارت نورو چارواکو تراوسه په دې تړاو نظر نه دی ورکړی.

د یادونې ده چې پاکستاني ځواکونو تر دې وړاندې هم افغان خاوره کې په دې ادعا سره چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي غړي یې په نښه کړي، د پکتیکا او ځینو ورو ولایتونو پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي دي.

خو د اسلامي امارت حکومت تل هېواد کې د پاکستاني طالبانو شتون په کلکه رد کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام