د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې بهرنیو چارو سرګي لاوروف سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو په لا پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو په پراختیا او سیمهییزو موضوعاتو خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکسپاڼه لیکلي چې متقي دغه لیدنه کې د روسیې لهخوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پرېکړه ستایلې او هغه یې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو مهم او تاریخي بدلون بللی.
د هغه په وینا، د رسمیت پرېکړه نه یوازې سیاسي او اقتصادي همکاريو ته لار پرانیستې، بلکې نړیواله ټولنه کې د افغانستان د فعال رول په لور یو مهم ګام هم بلل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز، متقي د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې، د سیمهییزو اقتصادي پروژو او د ټرانسپورتي دهلیزونو په برخو کې د متقابلې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د دواړو هېوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې بېسارې فرصتونه رامنځته کړي.
هغه د نشهیي توکو د قاچاق مخنیوي، د امنیت ټینګښت او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او ټینګار یې وکړ چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ باید د مسکو فارمټ په څېر له سیمهییزو میکانیزمونو څخه هم اغېزمنه استفاده وشي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او خپلواک دریځ ستاینه کړې او د سیمي په ګټه یې بللی دی.