Asset 1SWN

سلام وطندار

د ځان تحریم؛ د ایران ولسمشر: نفت او ګازو لرو، خو بیا هم وږي یوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، پر دغه هېواد د نړیوالو بندیزونو د بېرته راګرځېدو په اړه ویلي چې د هېواد اقتصاد باید د نفت او ګاز پر صادارتو ونه تړل شي.

د «ایرنا» د راپور له مخې، پزشکیان چې د پنجشنبې پر ورځ د بندرعباس ښار ته سفر کړی، په یوې ناستې کې وویل: «موږ هره ورځ شاوخوا ۸ میلیونه بوشکې نفت او ګاز تولیدوو. که یوازې ۱۰سلنه سپما په مصرف کې وکړو، دا د ۸۰۰زره بوشکو معادل دی.»

هغه زیاته کړه چې د انرژۍ په مصرف او لګښتونو کې سپما کولای شي، د خلکو ژوند، معیشت او هستوګن‌ځایونه سمبال کړي چې دا کچه په کلني ډول تر ۱۶ څخه تر ۱۸ میلیارده ډالرو پورې ارزښت لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي د نړیوالو بندیزونو د بېرته پلي کېدو په تړاو وویل: «هغوی وايي چې د اسنپ‌بک په وسیله به تاسو تحریم کړو، خو په حقیقت کې موږ پخپله ځانونه تحریم کړي. هغه هېوادونه چې نفت، ګاز او سون نه‌لري او له نورو یې پېري، څنګه ژوند کوي؟ موږ دا سرچینې لرو، خو بیا هم وږي یو.»

پزشکیان ټینګار وکړ چې باید د داسې ورځې لپاره چمتووالی ونیسو چې له «نفت او ګاز پرته ژوند وکړو».

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د چهارشنبې پر ورځ د «تسنیم» خبري اژانس د خپلو نږدې کارپوهانو په وینا، د دغه هېواد پر اقتصاد د نړیوالو بندیزونو د بېرته راګرځېدو اغېز «نږدې هېڅ» بللی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام