ذبیحالله مجاهد وايي، هېواد کې د انټرنټ بندېدو د توجیه په اړه د اسوشیټیدپرس خبري اژانس هغه ادعا ناسمه او جعلي ده چې د ده په حواله یې کړې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن پنجشنبه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «هیله ده رسنۍ مسوولانه او مسلکي چلند وکړي. موږ که کوم دريځ او خبره د اعلان وړ وبولو، له خپلو ادرسونو یې وایو، نه له بهرنیو چینلونو څخه.»
د یادونې ده چې اسوشیټډپرس اژانس راپور ورکړی وو چې ذبیحالله مجاهد افغانستان کې د انټرنېټ پرې کول رد کړي.
راپور کې ویل شوي چې ښاغلي مجاهد په یوه واټساپ ګروپ کې ویلي، افغانستان کې انټرنټي او مخابراتي خدمتونه ځکه پرې شوي چې د نوري فایبر مزي زاړه شوي او د بدلېدو په حال کې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هېواد کې دوه ورځې وړاندې د دوشنبې په مازیګر مخابراتي خدمات بند شول چې ورسره د بانکونو، ګمرکونو، مالي حوالو، انلاین زدهکړو او الوتنو په څېر اساسي خدمات هم بند شوي وو.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو سلاموطندار سره خبرو کې ویلي، تېرو دوو ورځو کې د مخابراتي خدماتو او انټرنټ بندېدو ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.
دوی وویل، خپل خپلوانو سره یې اړیکې پرې شوې وې او د ډېرو کسب و کار ته یې جدي زیان اړولی دی.