د خوست په تڼیو ولسوالي کې د کانونو ریاست تر چتر لاندې د ۲۰۰زرو امریکایي ډالرو په لګښت د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
د خوست د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده کارخونه به په میاشتني ډول د ۱۵۰۰ ټنو کرومایټ ډبرو د پروسس ظرفیت ولري.
خبرپانه کې د خوست د کانونو رییس مولوي صادق جان حمزه له قوله ويل شوي چې د يادې کارخونې په فعالیدو سره به د کرومایټ ډبرو د کیفیت لوړ او د ضایعاتو مخنیوي وشي او په ولایت کې به نورو پانګوالو ته د جذب زمینه برابره شي.
خبرپاڼه کې د ولايتي مسوولانو له قوله زياته شوې چې د کانونو په برخه کې ولایتي همغږي شته او د غیرقانوني کیندنو مخنیوی شوی دی.
خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د خوست د کانونو ریاست په هڅو به په نږدې راتلونکې کې د شمل دوه منده ولسوالي د سروزرو کان د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري یوشمېر داخلي پانګوالو ته په قرارداد ورکړل شي.