Asset 1SWN

مزارشریف کې په ۱۷ میلیونه افغانیو د یوه سړک د سفالت چارې پیل شوې

رذرذ

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د سفالت چارې پیل شوې دي.

د یادې پروژې چارې نن دوشنبه، وږي ۱۷مه پیل شوې چې ټول لګښت یې، د ښاروالي له‌خوا ورکول کېږي.

د مزارشریف د ښاروالي ویاند مصطفی محمدي وايي، دغه پروژه د ښار په څلورمه ناحیه کې پرمخ وړل کېږي او په‌کې به د ۸۰۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په پلنوالي سړک سفالت شي.

د ده په وینا، د سړک د سفالت ترڅنګ د ویالو جوړولو او د سړک کرښه‌کښنه هم شامله ده چې چارې به یې په پنځو میاشتو کې بشپړې او د استفادې وړ وګرځي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سیمې اوسېدونکي هم د دې پروژې له پیل څخه خوښ دي او وایي چې د سړک له بشپړېدو سره به د تګ‌راتګ ستونزې تر ډېره بریده کمې شي.

په ورته مهال د مزارشریف ښاروالي چارواکي وايي چې په روان کال کې د ښار په کچه ۳۰ بېلابېلې ودانیزې پروژې د ۵۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام