Asset 1SWN

د کابل پُل‌خشتي جومات سره د ځمکې لاندې مارکېټ پرانیستل شو

پُل خشتي جومات مارکېټ

د کابل ښاروالي مسوولان وايي، د ښار په دویمه ناحیه پُل‌خشتي سیمه کې د ځمکې لاندې لوی سوداګریز مارکېټ پرانېستل شو.

دغه سوداګريز مارکېټ د ۷۹۰ ميليون افغانيو په لګښت جوړ شوی چې ۳۴۰ دوکانونه لري او چارې یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شوي.

د کابل ښاروالي د ښاري خدماتو وړاندې کولو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني نن (سه‌شنبه، سنبله ۱۸) د دغه مارکېټ د پرانیستې مراسمو کې له هېوادوالو غوښتل چې سمه استفاده ترې وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وايي، دغه مارکېټ د ۳۰ کلونو لپاره خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی چې له مخې به یې دغه موده کې ۶۵ سلنه عواید قراردادي شرکت او ۳۵ سلنه کابل ښاروالي ته ورسیږي.

د نوموړي په وینا، دامهال کابل کې د میلیاردونو افغانیو په ارزښت د شاوخوا ۲۰۰ پروژو چارې دوام لري.

د مالوماتو له مخې، پُل‌خشتي سیمه کې د ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ کې به د ۳ زره کسانو لپاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام