له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتنه کې د ګډو همکاریو په پراختیا ټینګار کړی.
دغه لیدنه کې چې تېره ورځ یکشنبه شوې، د جاپان سفیر له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي، د کونړ له زلزلهځپلو سره به نورې مرستې هم وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته مهال له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د بشري مرستو په نهسیاسي کولو ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د جاپان مرستې ارزښتمنې بللي.
هغه د جاپان د مرستو او همکاریو د پراختیا غوښتنه هم کړې ده.