Asset 1SWN

د فلسطین اسلامي جهاد ډله: اسراییل مو په دوو توغندیو ویشتلی

thumbs_b_c_728849d8bab810077951a9b68931da46

د فلسطین اسلامي جهاد ډلې «القُدس بریګیډز» پوځي څانګې پر اسراییلو د ویشتل شویو توغندیو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

یادې ډلې ویلي چې دوی د اسراییل نتایوت ښار پر دوو توغندیو ویشتلی دی.  دغه ډله وایي چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې دغه توغندي ویشتلي.

دې ډلې دا نه‌دي ویلي چې په ویشتل شویو توغندیو کې اسراییلي لوري ته مرګ‌وژبله او زیان اوښتی که نه؟


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې مخکې د اسراییلو پوځ ویلي چې له دوو توغندیو څخه یو په هوا کې شنډ کړی او بل توغندی په یوه خلاصه سیمه کې لګېدلی او چا ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

د القُدس بریګیډرز دغه اقدام د سیمې امنیتي وضعیت یو ځل بیا حساس کړ. د اسراییل او فلسطین ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې له ترینګلتیا سره مخ دي او د توغندیو ویشتل ښيي چې غزه کې به نښتې لاپراخې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام