د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثمانی، ترکیې ته د سفر پرمهال د دغه هېواد د کرنې او ځنګلونو د څېړنو عمومي رییس سره کتلي او د دواړو هېوادونو د کرنې برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو عمومي ریاست په دې لیدنه کې چمتووالی ښودلی، څو په کرنه او ځنګلدارۍ کې له افغانستان سره پراخه همکاري وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صدراعظم عثمانی په دې لیدنه کې د کرنې او ځنګلدارۍ په څېړنو کې د تخنیکي او علمي ظرفیتونو د لوړولو اهمیت یادونه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دا همکاري به د طبیعي سرچینو په سمه اداره او د افغانستان د کرنې د پایدارې پراختیا لپاره ګټورې وي.
د ترکیې د کرنې او ځنګلونو عمومي ریاست د دغه هېواد یو له مهمو علمي او څېړنیزو مرکزونو څخه دی چې د نوې ټکنالوژۍ د پراختیا او د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې فعالیت کوي.