د خوست ځايي مسوولان وايي، د ځاځيمیدان ولسوالي «شمسي» سیمه کې د خیرات ډوډی مراسمو پر مهال ۱۳۰ کسان مسموم شوي.
د خوست د ولايت مقام وياند مستغفر ګربز وویل، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د یادې ولسوالي ترڅنګ، د باک او صبریو ولسوالیو اړوند طبي ټیمونه سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او د ناروغانو لومړنۍ درملنه یې ترسره کړې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ټولو ناروغانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بلل شوی.
د یادې پېښې لامل نه دی مشخص شوی، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
د يادونې ده چې څه موده وړاندې هم د ځاځيمیدان ولسوالي «الګاډې» سيمه کې د خيرات ډوډی مراسمو کې د خرابې غوښې د خوړلو له امله لسګونه کسان مسموم شوي وو.