Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې د یوه هوټل پر جوړولو دوه میلیونه ډالر لګول شوي

IMG_8281

په مزارشریف ښار کې د «بلخ کانټینینتال» په نوم یو معیاري او عصري د واده‌ هوټل د شاوخوا دوه میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی چې نن جمعه، وږي اوومه په رسمي توګه پرانېستل شو.

د دې هوټل عمومي مسوول حفیظ طاهري  وايي چې د یادې پروژې موخه د ځوانانو د اړتیاوو پوره کول او د کورنیو اقتصادي ستونزو په پام کې نیول دي.

نوموړی زیاتوي چې په دې هوټل کې به په وړیا توګه بې‌وزلو کورنیو د ملاتړ په موخه د واده ډله‌ییز مراسم نیول کېږي.

طاهري وویل: «ډېر ځوانان د مالي ستونزو له امله کلونه واده ته انتظار باسي او د خپل نوي ژوند د پیل مراسمو توان نه‌لري. موږ ژمن یو چې هر کال د ځوانانو ډله‌ییز او وړیا وادونه برابر کړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ځايي اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کوي او ټینګار کوي چې د ګډو واده مراسمو دود کول کولای شي، د کورنیو پر اوږو درانه لګښتونه کم کړي.

د طاهري په وینا، په دې هوټل کې د ۱۲۰ څخه ډېرو ښځو او نارینه‌وو ته دندې هم برابرې شوې دي.

یاد هوټل په داسې حال کې فعالیت پیلوي چې په وروستیو کلونو کې په بلخ او نورو ولایتونو کې د هوټل‌ جوړونې صنعت د پام وړ وده کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام