Asset 1SWN

 لوګر کې یو کس د دوو کسانو د وژنې په تور نیول شوی

محمداغه ولسوالي

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د روانۍ اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د محمداغې ولسوالي په «دهنو» کلي کې له ایران څخه تازه راستون شوی حفیظ الله چې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی و، قاتل یې نیول شوی دی.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، امنیتي ځواکونو د پرله‌پسي هڅو په ترڅ کې د یادې پېښې قاتل نیولی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


انس زیاته کړه، په یاد کس تور دی چې له دې وړاندې د وژل شوي کس یو بل ورور یې هم په ډزو وژلی و.

د امنیه قومنداني د ویاند په خبره پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې په پېښه کې د نورو شریکو کسانو په اړه هم پلټنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام