Asset 1SWN

ننګرهار کې ډرون برید؛ ۴ ملکیان ټپيان شوي

۴

د ننګرهار شينوارو ولسوالي کې پر یوه کور دوه ډرون بریدونه شوي چې ۴ ملکي وګړي په کې ټپي شوي.

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر نن (پنجشنبه، سنبله ۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د شينوارو ولسوالي اړوند «۲۸مې ويالې» سيمه کې تېره شپه د شاه‌سوار په نوم د يو ملکي وګړي په کور دوه ډرون بریدونه شوي.

د دغو بریدونو له امله درې ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي، خو خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي چې بریدونه د چا له‌خوا او د کومې موخې لپاره شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي مسوولانو ټپیان روغتون ته لېږدولي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

د مالوماتو له مخې، د یادې کورنۍ چې هيڅ ډلې سره تړاو نه‌لري، پېښه کې يې د کور درې خونې هم ویجاړې شوي دي.

ځینو رسنیو بیا راپور ورکړی چې تېره شپه کونړ او خوست ولایتونو کې هم د ملکیانو پر کورونو ډرون بریدونه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام