Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې معلولیت‌لرونکي له حکومت څخه د کار او زده‌کړو غوښتنه کوي

42d0c2de-faaf-4edc-b9f9-ec3fe53b80ef

د لوګر والي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له کڼو او ګونګېانو سره لېدنه وکړه او ژمنه یې کړې چې د دوی ستونزو ته به رسېدنه وشي.

له بېلابېلو ولایتونو څخه لوګر ته راغلیو کڼو او ګونګیانو د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي څخه وغوښتل چې دوی ته په خپلو ولایتونو کې د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.

دوی همدارنګه د اسلامي امارت له حکومت څخه وغوښتل چې کار او ټولنیزو چارو وزارت دې د کڼو او ګونګیانو د دوامداره ملاتړ په موخه یوه هر اړخیزه طرحه جوړه کړي چې له مخې یې په دولتي او نادولتي ادارو کې کڼو او ګونګیانو ته د کار او زده کړو زمینه برابره شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا دلوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي وویل، کاڼه او ګونګیانو ستونزې به د ا.ا تر مشرتابه ورسوي او د دوي ستونزو ته به جدې رسیده ګي وکړي.

هغه همدارنګه وویل، کاڼه او ګونګیان ددې ټولنې غړي دي او باید په ټولنه کې ورته په درنه سترګه وکتل شي او هر اړخیز ملاتړ یې وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام