د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ده په مشرۍ به د متحده ایالاتو پوځیان هېڅکله د اوکراین د پولو د دفاع لپاره هغه هېواد ته ونهستول شي.
نوموړي دا څرګندونې د فاکسنیوز ټلوېزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې کړې دي.
ټرمپ زیاته کړه چې د ده موخه یوازې د جګړې پای ته رسول او د انسانانو ژوند ژغورل دي. هغه ټینګار وکړ: «تاسو زما ډاډ لرئ، زه ولسمشر یم او هڅه کوم چې خلک نور ونه وژل شي.»
ټرمپ پر دې هم ټینګار وکړ چې د ده د تګلارې تمرکز به د اوکراین او روسیې د جګړې د ختمولو لپاره پر یوې هوکړې وي، نه پر دې چې امریکایي پوځیان د اوکراین امنیت تضمین کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، بهر ته د پوځیانو استول د ستونزې حل نهدی، بلکې جګړه اوږدوي او د نورو هېوادونو د ښکېلتیا لامل ګرځي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین جګړه د سیمې او نړۍ لپاره د جدي اندېښنې موضوع ده.
ډېری لوېدیځ هېوادونه اوکراین ته پوځي او مالي مرسته ورکوي، خو د خپلو پوځیانو د استولو په اړه یې محتاط دریځ غوره کړی دی. ټرمپ وايي د ده لومړیتوب به د سولې راوستل وي.