Asset 1SWN

د ملي دفاع وزیر: داځل باید ازادي له لاسه ورنکړو

دفاع وزیر

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمدیعقوب مجاهد وايي چې په یوه پېړۍ کې مو درې ځلې خپلواکي اخیستې او دا ځل باید دې ته زمینه برابره نه‌شي چې خپلواکي له لاسه ورکړو.

هغه وویل: « د هېواد په هر فرد فرد دا لازم دي، چې د خپلواکۍ په ساتلو کې تر خپله وسه پورې خپل کوشش وکړي، تر څو د چا د خبرو تر تاثیر لاندې رانشي، موږ باید د پردیو دسیسو ته هوښیار واوسو او د دوی د هر بد عمل په وړاندې ودریږو او هیچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمدیعقوب مجاهد همداراز وویل چې باید یوه منظمه اردو جوړه شي او په وینا یې، «دا ستاسو خادمان دي او ستاسو وروڼه دي، دوی ژمنه کړې چې د ددې هېواد، ولس او ملي ارزښتونو ساتنه به کوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مجاهد همداراز وویل، هغه کسان چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کوي، باید وپېژندل شي.»

د ملي دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد وویل چې افغانانو هرځل د ازادۍ تر ګټلو وروسته د ازادۍ په ساتلو کې پاتې راغلي، خو دا ځل موږ بايد له تېر څخه عبرت واخلو او اجازه ور به نه کړو، چې دښمن مو د ژبې، سمت او قوم په نوم سره جلا کړي.

د نوموړي په وینا، بايد بيا د دښمن د دسيسو ښکار نه‌شو او ټول د اسلاميت او افغانيت په نوم سره راټول شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام