Asset 1SWN

چین کې سېلابونه؛ اته کسان مړه او څلور ورک دي

flash-flood-sweeps-campsite-in-north-china-leaving-eight-dead-four-missing

د چين دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې د شنبې په شپه د شمالي چين په انرموګولیا کې د سېلاب له امله لږترلږه اته کسان مړه شوي او څلور نور لادرکه دي.

دغه پېښه د ختيځې اسيا د مونسن سختو بارانونو پرمهال رامنځته شوې چې د نړۍ دويم ستر اقتصاد لرونکي هېواد ته یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

راپورونه وايي، د بايان‌نور ښار په شاوخوا سیمو کې د سیند له غاړې اوبه واوښتې چې لږترلږه ۱۳ کسان یې، له ځان سره یوړل.

تراوسه يو کس ژغورل شوی دی. بايان‌نور د چين د کرنیز تولید مهم مرکز ګڼل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


چارواکي د ژغورنې او لټون عملیاتو ته دوام ورکوي او خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د سېلابونو له احتمالي خطرونو ځان وساتي.

چين له جولای میاشتې راهیسې د سختو او غیرمعمول هوايي پېښو له ستونزو سره مخ دی. د هېواد شمال او سوېل د مونسن د اوږدې ودې له امله د معمول نه زیات بارانونو سره مخ شوي چې ګڼو سیمو ته یې زیانونه اړولي دي.

بايان‌نور د هېواد لپاره د غلو او تېلو د تولید یو مهم مرکز دی؛ همدارنګه د پسونو د روزنې او پروسس یوه ستره سیمه بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام