د میدانوردګ د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اوریدو ریاست وایي چې دغه ولایت کې محتسیبینو یو مسلکي کوډګر نیولی دی.
د دغه ولایت د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست له لوري سلاموطندار ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کوډګر د محتسیبینو له لوري د سیداباد ولسوالي په مرکزي حوزه کې نیول شوې دی.
خبرپاڼې له مخې، یاد کوډګر په اصل کې د غزني اوسېدونکی او د تېرو پنځو کلونو راهیسې له خلکو یې د کوډو او سحر په نوم پيسې اخیستې او د علماوو له نوم څخه یې ناوړه ګټه اخیستلې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، نیول شوی کوډګر دوسیه محکمې ته سپارل شوی او نوموړی له امنستي ځواکونو سره زنداني دی.
هېره دې نه وي چې امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون ګڼشمېر کوډګر او سحرګر نیولي دي.