Asset 1SWN

د حوثیانو ویاند: د اسراییل څلور مهم اهداف مو ويشتلي

یحیی سرېع

یمن کې د حوثیانو ویاند یحی سرېع ویلي، اسراییل کې یې پر څلورو مهمو اهدافو ډرون بریدونه کړي.

یحی سرېع نن (چهارشنبه، اسد ۲۲) یوه بیانیه کې ویلي، دغه بریدونه د غزې له اوسېدونکو په دفاع او د اسراییل د بریدونو او د غزې د محاصرې په غبرګون کې ترسره شوي.

د بیانیې یوه برخه کې ویل شوي چې: «د یمن وسله‌والو ځواکونو له شپږ ډرون په ګټې اخیستو د اشغال شوي فلسطین په حیفا، نقب، ام‌الرشراش، او بئرالسبع سیمو کې د اسراییل په څلورو مهمو اهدافو عملیات کړي.»

د حوثیانو ویاند زیاته کړې چې دغه عملیات په بریالیتوب سره پایته رسېدلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یحیی سرېع دېته په اشارې چې د اسراییل له لوري یې د فلسطینیانو وژنه، لوږه او کډوالي نسل‌وژنه بللې، خبرداری یې ورکړی چې دغه وضعیت به د عربي او اسلامي هېوادونو لپاره جدي پایلې ولري.

هغه د اسراییل یرغل پر وړاندې د غزې پر ملاتړ ټینګار کړی.

نوموړي ټینګار کړی چې د یمن حوثیان به له فلسطینیانو په ملاتړ د اسراییل د بریدونو او د غزې د محاصرې تر پایته رسولو خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام