د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې سږکال د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د مڼو حاصلاتو کچه ۴سلنه لوړه شوې ده.
د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلاموطندار ته وویل، سږکال د مرکز پلعلم په ګډون د ولسوالیو د مڼو حاصلات شاوخوا ۱۹زره مټریک ټُنه اټکل شوي چې د تېرکال په پرتله پهکې ۴سلنه زیاتوالی راغلی دی.
هغه همدارنګه زیاته کړه، تېرکال په لوګر کې بڼوالو د مڼو له باغونو شاوخوا ۱۸زره مټریک ټنه د مڼو حاصلات ترلاسه کړي دي.
همراز همدارنګه زیاتوي، روان کال کرنې او مالدارۍ ریاست د مؤسساتو په مرسته ۷ هکتاره د مڼو نوي باغونه جوړ کړي دي او د بڼوالو له لوري په شخصي لګښت ۳۰۰ جرییه د بېلابېلو میوو باغونه جوړ شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنې ریاست دغه مسؤل په لوګر ولایت کې د مڼو د حاصلاتو زیاتوالي یوازینی لامل د کرنې ریاست له لوري د نویو باغونو جوړول او همدارنګه بڼوالو ته د بڼوالۍ په اړه ګټورې مشورې او روزنې ورکول یادوي.
بلخوا د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ یوه بڼوال احمدخان سلام وطندار راډيو ته وویل، خوښ ده چې سږ کال په لوګر ولایت کې د مڼو حاصلات لوړ شوي دي، خو ټینګار کوي چې کرنې او مالدارۍ ریاست ته پکار ده چې په لاس راغلیو میوو ته په کور دننه او بهر مناسبه بازار موندنه وکړي.