Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۶نیم زره ماشومان په نس‌ناستې ناروغۍ اخته شوي

لوګر نس‌ناستې ناروغي

د لوګر ځايي چارواکي وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کم‌عمره ماشومانو کې د نس ناستې ناروغي د پام وړ زیاته شوې.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، تېره یوه میاشت کې مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو کې ۶ زره او ۵۰۰ په نس‌ناستې ناروغۍ اخته ماشومان روغتونونو ته لیږدول شوي.

هغه زیاته کړه چې له یادو شمېرو څخه یې یوازې ۴۳۵ ماشومان د لوګر ولایتي روغتون «نائب‌امین الله لوګري» ته د درملنې لپاره لیږدول شوې دي.

ده وویل، په ټولو دولتي روغتونونو کې د نس ناستې ناروغۍ د درملنې لپاره اسانتیاوې موجودې دي او هڅه کوي چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د هیوادوالو پوهاوي کچه هم لوړه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


روغتیايي مسوولان لوګر کې د نس‌ناستې ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه د هوا تودوخه، وروستي سېلابونه او د ماشومانو په سمه توګه نه تغذیه بولي.

اخوا د لوګر یوشمېر اوسېدونکي وايي، د هوا تودوخې درجې په لوړېدو سره سلګونه ماشومان په نس‌ناستې ناروغۍ اخته دي.

د لوګر مرکزي روغتون کې یوه ناروغ‌لرونکي عبدالله سلام‌وطندار ته وویل:

«د هوا د تودوخې درجې په لوړېدو سره سلګونه ماشومان په نس‌ناستې ناروغۍ اخته دي او ځینو یې د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.»

د لوګر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت دې د مرکز پل‌علم او ولسوالیو روغتیايي مراکزو کې د ناروغانو د درملنې لپاره خپلې اسانتیاوې دوه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام