د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د نړۍ تر ټولو شتمن کس اېلن ماسک ترمنځ د اختلافاتو په لړ کې ماسک وايي چې د «امریکا» په نوم یو نوی ګوند جوړوي.
اېلن ماسک د خپل ګوند د جوړولو اعلان یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یاد هېواد د خپلواکۍ ورځې نمانځنې پرمهال د «سترې او ښکلې» لایحې په نوم قانون لاسلیک کړ. دغه لایحه د کانګرېس له تصویب وروسته ټرمپ لاسلیک او په قانون یې، بدل کړ.
ماسک د دې طرحې سخت مخالفت دی او له همدې امله یې، له ولسمشر ټرمپ سره اختلافات پیدا شول. اېلن ماسک د یادې لایحې له تصویب وړاندې خبرداری ورکړی و، که دغه لایحه په قانون بدله شي، ګوند به جوړوي او هغو استازیو چې دې لایحې ته رایه ورکړې، د لرې کولو لپاره به یې، خپلې ټولې هڅې وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ډونالډ ټرمپ هم د روانې اوونۍ په پیل کې خبرداری ورکړ چې د اېلن ماسک شرکتونو ته د فدرالي دولت له لوري ورکول کېدونکي میلیاردونه ډالر بند کړي.
ځینو جمهوري غوښتونکو اندېښنه څرګنده کړې چې د ایلن ماسک او ډونالډ ټرمپ ترمنځ روان اختلافات به د ۲۰۲۶ کال د کانګرېس په منځمهاله ټاکنو کې د دوی د اکثریت ساتلو چانسونو ته زیان ورسوي.
ایلن ماسک چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د ټولنیزو شبکو اېکس او شرکتونو لکه ټسلا او سپیسایکس اجرایوي رییس او مالک دی، د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په کمپاین کې د ټرمپ په ټاکنیز کمپاین سلګونه میلیونه ډالر ولګول.
هغه د ټرمپ د ادارې له واک ته رسېد وروسته د حکومتي لګښتونو د کمولو په هدف د حکومتي تولیداتو ادارې مشري هم پر غاړه اخیستې وه چې وروسته یې، بیا پرېښوده.