Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې په ۴ میلیون ډالرو ورزشي کمپلکس جوړیږي

GvCBjUrXcAA746d

د خوست مرکز کې د څلور ميليون امريکايي ډالرو په لګښت په ۱۰ جریبه ځمکه کې د يوه ورزشي کمپلکس د جوړېدو چارې پيل شوې.

د بدني روزنې او ورزش عمومي رييس احمدالله وثیق د ياد ورزشي کمپلکس د چارو پيل مراسمو کې وويل، د دغه کمپلکس ټول لګښت چې شاوخوا ۴ میلیون ډالر کیږي د يوه بهر ميشتي افغان لخوا ورکول کیږي.

هغه وويل، د دې کمپليکس جوړېدو چارې به ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي چې ورسره به بهرنيو لوبغاړو ته هم د لوبو او راتګ زمينه برابره شي.

د ياد سپورتي کمپلکس جوړونکي نجيب‌الله تلاش وويل، دغه کمپلکس به د فوټبال، واليبال او نورو ورزشونو معياري لوبغالو ترڅنګ، نورې اسانتياوې هم ولري او دغه اقدام يې د سپورت د ودې او پراختيا لپاره کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وويل، پخوا خوست کې داسې ځای نه‌و چې د نورو هيوادونو او يا نورو ولايتونو څخه لوبغاړي راشي او دلته لوبې وکړي، خو زياتوي چې د دې کمپلکس په جوړېدو به ياده ستونزه حل شي.

د خوست اوسېدونکي او لوبغاړي هم د دې کمپلکس جوړيدل د ورزش برخه کې يو ښه ګام بولي او په خبره يې، له دې سره به د هيواد د بېلابېلو ولايتونو لوبغاړو تر منځ د سیالیو زمينه برابره شي.

د بدني روزنې او ورزش رياست د مالوماتو پر بنسټ، دامهال ټول هېواد کې ۱.۳ ميلیون لوبغاړي په بېلابېلو برخو کې په ورزش بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام