Asset 1SWN

سلام وطندار

د پکتیا مرکز ګردېز ښار پاکولو لپاره عمومي حشر شوی

IMG-20250630-WA0026

د ګردېز ښاروالي له لوري نن دوشنبه، چنګاښ نهمه، د ښاريانو سره په ګډه د ښار د پاکولو لپاره عمومي حشر کړی چې د ښاروالي مسوولانو، ګردېز ښاريانو او ګذر وکيلانو په‌کې برخه اخیستې وه.

د ياد حشر د پيل په مراسمو کې د ګردېز ښاروال حبيب‌الله اخندزاده حامد وويل چې ياد عمومي حشر د ښار د پاکوالي لپاره شوی چې ګڼو خلکو په‌کې ګډون کړی دی.

هغه دغه‌راز زياته کړه چې د ښار پاکوالی يوازې د ښاروالي مسووليت نه‌دی، بلکې د ښار پاک ساتلو کې دې ښاريان هم خپل مسووليت ادا کړي.

ښاروال له خلکو غوښتنه وکړه چې د ښار بېلابېلو برخو کې د کثافاتو لپاره کثافت‌دانۍ ایښې دي چې ښاريان بايد هلته کثافات وغورځوي، ځکه په وینا یې، بې‌ځايه غورځول يې ښار چټلوي او خلک له ستونزو سره مخ کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل: «له ښاريانو مو غوښتنه ده چې کثافات بې‌ځايه ونه‌غورځوي، کثافت‌دانۍ مو ایښې دي او هغو ځايونو کې به نورې هم کېږدو چې نشته نو کثافت په خپلو ځايو کې بايد واچوي. د ښار پاکواای يوازې ښاروالي مسوليت ندی، بلکې ښاريان او دوکانداران هم مسوليت لري.»

په ورته مهال د ياد حشر يوشمېر ګډون‌وال او ګردېز ښاريان هم خوښ دي چې د ښار پاکوالي لپاره حشر کېږي. د حشر يوه ګډون‌وال سميع‌الله سلام وطندار ته وويل چې دا ډول حشرونه ښاريانو د عامه پوهاوي برخه کې خورا مهم دی.

هغه هم له ټولو ښاريانو غوښتنه وکړه چې د ښار پاکوالي کې دې خپل مسوليت ادا کړي او کثافات دې بې ځايه نه غورځوي.

د حشر يوشمېر نورو ګډون والو بياغوښتنه وکړه چې د ښار پاکوالي دا ډول حشرونه دې زيات شي چې هم خلکو ته عامه پوهاوی کېږي او ټول ښار له يوې مخې پاکېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام