د پکتيا ولايتي مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د شویو اورښتونو له کبله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
د دوی په وینا، د تېرې ورځې او بېګاه شپې اورښتونو له امله سېلابونو د پکتيا جانيخېل او څمکنيو ولسواليو کې خلکو شاوخوا ۶۰۰ جريبه کرنيزې ځمکې او فصلونه لهمنځه وړي دي.
د پکتيا کرنې رياست د ترويج عمومي مدير عزيزالله کريمي سلاموطندار وويل چې بېګاه شپه او تېرې ورځې سېلاب له امله د ځمکو ترڅنګ تر دوه زره مېوهلرونکې او غېر مېوهلرونکې ونې، تر شل پورې څاروي، سربندونه، کانالونه هم لهمنځه تللي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه دغهراز زیاته کړه چې دا د اورښتو زيانونو په تړاو لومړني معلومات دي او شايد د زيان کچه تر دې لوړه وي.
د پکتيا تر څنګ په خوست، لوګر او ميدانوردګ ولايتونو کې هم د سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او ګڼ مالي زيانونه اړولي دي.