Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۲۱ کسان وژل شوي

غزه

غزه کې چارواکي وايي چې نن شنبه، جون ۲۸مه د اسراییلو د بریدونو پرمهال شاوخوا ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو کې شوي چې وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

روغتیايي چارواکي وايي چې ښايي د وژل شویو شمېر له دې هم لوړ شي.

اسراییلو له تېرو څو اوونیو راهیسې غزه کې تر ډېره هغه فلسطینیان وژلي چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د مرستو وېش مرکزونو ته ورټول شوي وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تېره ورځ هم لسګونه کسان چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره یوه مرکز ته ټول شوي وو، د سراییلو په ډزو کې وژل شوي او ټپیان شوي وو.

له دې سربېره د غزې پر نورو سیمو هم د اسراییلو په بریدونو کې یوشمېر کسان وژل او ټپیانېږي. اسراییلو تر ډېره هغه ښوونځي او ځایونه په نښه کوي چې د جګړې له امله بې‌‌ځایه شوي په‌کې مېشت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام