د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د سالنګ لویې لارې د سړک د ځینو برخو د کېښناستلو اوازې بېبنسټه دي.
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن «پنجشنبه، غبرګولي ۲۲مه سلاموطندار ته وویل چې د یادې موضوع ارزونې لپاره د ټولګټو وزارت سرپرست د سالنګ لویې لارې د تېرکال پرمهال د جوړ شوي سړک ځینې برخې له نږدې لیدلي دي.
د نوموړي په وینا، د ټولګټو وزارت سرپرست محمدعیسی ثاني د سالنګ د تونل سړک چارې ښې ارزیابي کړي او د هغه په ټکو چې له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې اوزې خپرې شوې وې چې ګواکې د سالنګ لویې لارې د سړک ځینې برخې کېښناستلي دي.
په ورته مهال د ټولګټو وزارت سرپرست له سالنګونو د لیدنې پرمهال ډاډ ورکړی چې د یادې لویې لارې د جوړېدو روانې چارې به پر ټاکل وخت بشپړې شي.
د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي چې پلازمېنه کابل له نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي.