د اتریش کورنیو چارو وزارت ویلي چې نن (سهشنبه، جوزا ۲۰) ګراتس ښار کې د یوه ښوونځي دننه د ډزو پر مهال څو کسان وژل شوي.
د راپورونو پراساس، پېښه نن په ګراتس ښار کې شوې او یوه زده کوونکي دا برید ترسره کړی.
د پولیسو په خبره، ګڼ کسان ټپيان شوي هم دي چې زدهکوونکي او ښوونکي په کې شامل دي. د اتریش چارواکو ویلي چې زدهکوونکي او ښوونکي یې له ښوونځي ایستلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه برید لامل او انګېزه تراوسه نه ده روښانه شوې.
د راپورونو پربنسټ، د اتریش په دغه سیمه کې ورته پېښې مخینه نهلري.
یواځې تېره فبروري میاشت د اتریش په سویل کې یوه بریدګر د چاقو په ګوزارونو سره لږ تر لږه یو کس وواژه او ۵ نور یې ژوبل کړل.