Asset 1SWN

یمن کې د القاعده مشر ټرمپ او ایلن ماسک ته ګواښ کړی

Trump Musk

یمن کې د القاعده شبکې څانګې مشر سعد بن عاطف العولقي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او میلیاردر ایلن ماسک ته غزه کې د اسراییل له جګړې د متحده ایالتونو د ملاتړ په دلیل ګواښ کړی دی.

الجزیرې شبکې نن (یکشنبه، جوزا ۱۸) راپور ورکړی چې تېره ورځ ټولنیزو شبکو کې د العولقي ۳۰ دقیقه‌يي ویډیو خپره شوې او په کې ویل شوي: «وروسته له هغې چې د غزې په خلکو څه تېر شول او تیریږي، نور هېڅ سره کرښه شتون نه‌لري، متقابل اقدام مشروع دی.»

دغه ویډیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، امریکايي میلیاردر ایلن ماسک، د ټرمپ مرستیال جي‌ډي ونس، د دفاع وزیر پیت هګزت او د ایلن ماسک شرکت ټسلا لوګو ښوول شوې ده.

یمن کې د القاعدې څانګه ۲۰۰۹ کال کې د سعودي او یمن له ډلو بېله او جوړه شوه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سعد العولقي ۲۰۰۴ کال کې د خالد بطرفي له مرګ وروسته د دغې شبکې مشري په غاړه اخیستې ده.

امریکا د هغه د نیونې لپاره ۶ میلیون ډالره جایزه ټاکلې او هغه یې تورن کړی چې په ښکاره پر متحده ایالتونو او متحدانو یې د برید غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو کارپوهانو اټکل کړی چې یمن کې القاعده له ۳ تر ۴ زره فعاله او نیمه‌فعاله غړي لري او خپلې مالي سرچینې، د بانکونو او صرافیو له لوټ کولو، د وسلو قاچاق او یرغمل نیونو تامینوي.

دغه ګواښ داسې مهال مطرح کیږي چې پر غزې د اسراییل بریدونو کې تر دامهاله څه باندې ۵۴ زره او ۷۷۲ کسان وژل شوي او تر ۱۲۵ زره ډېر ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام