Asset 1SWN

تېرو ۸ میاشتو کې له ایرانه یو میلیون افغانان اېستل شوي

ایران افغان کډوال

د ایران د استازو جرګې د کورني کمیسیون غړي علي‌‌اصغر نخعي‌‌راد ویلي، تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون ناقانونه افغانان له ایرانه اېستل شوي.

هغه تېره ورځ (شنبه، جوزا ۱۷» یوې خبري غونډې ته ویلي، که څه هم دغه شمېر افغان کډوال اېستل شوي، خو یوشمېر نور په قانوني او غیرقانوني ډول ایران ته ورغلي دي.

د هغه په وینا، د کډوالو ملي سازمان جوړولو لایحه جرګې ته استول شوې چې پر اساس به یې ایران کې مېشت نیمايي افغان کډوال له دغه هېواده واېستل شي.

هغه زیاته کړې، که څه هم قانوني کډوال د کار کولو کارت ترلاسه کوي، خو ټولو برخو کې د کار کولو حق نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ایران د استازو جرګې دغه غړي ویلي: «افغان کډوال یوازې کولی شي د کارګر په توګه د اړتیا وړ کارونو کې فعالیت وکړي او د پلورونکي یا نورو برخو کې د کار کولو اجازه نه‌لري.»

نخعي‌راد زیاته کړې چې ایران په پام کې لري تر راتلونکو دوو کلونو د خپلو ختیځو پولو تړلو چارې بشپړې کړي، ترڅو د غیرقانوني کډوالو د ورتګ مخه ونیول شي.

د رسمي شمېرو پر اساس، دامهال ایران کې شاوخوا شپږ میلیون افغان کډوال ژوند کوي.

دې وروستیو میاشتو کې ایران د ناقانونه افغانانو اېستل ډېر کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې وړاندې یوه راپور کې ویلي وو چې د روان کال مې میاشت کې ۱۵ زره او ۶۷۵ افغان کورنۍ له ایرانه اېستل شوي دي. دغه شمېرې اپرېل میاشت ته په پرتله ۲.۳ برابره زیاتوالی ښيي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام