د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې له امریکايي میلیاردر ایلن ماسک سره یې اړیکې پای ته رسېدلي او که هغه د ده د نوي مالیاتي قانون مخالفو ډیموکراټانو ملاتړ وکړي، «جدي پایلې» به ولري.
ټرمپ په ټینګار سره ویلي، چې له ایلن ماسک سره د اړیکو رغولو او بیا خبرو ته چمتو نه دی، خو تراوسه یې د هغه له شرکتونو سره د حکومتي تړونونو لغوه کول نهدي سنجولي.
د دواړو لوریو ترمنځ شخړه، د ولسمشر ټرمپ پر نوي مالیاتي قانون د نیوکې له امله رامنځته شوه چې د امریکا کانګرس کې یې د دغه قانون تصویب له ځنډ سره مخ کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې نړیوالو رسنیو د سرچینو په خبره راپور ورکړی چې ایلن ماسک د ولسمشر ټرمپ پر ضد ځینې پوسټونه چې د هغه استیضاح ملاتړ هم پکې شوی و، ډیلیټ کړي دي.
د ټرمپ مرستیال جي ډي وینس په یوه پودکاست کې ویلي، ماسک له ولسمشر سره په مخالفت کې «لویه تېروتنه» کړې او هیله لري چې بېرته راشي.