Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د طبیعي کبانو د ښکار په تور۱۳ کسان نیول شوي

کبان (2)

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې ۱۳ کسان د کبانو ښکار پرمهال نیول شوي دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه کسان په مارجې، ګرشک او ګرمسېر ولسوالیو کې نیول شوي. په هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل له‌منځه تلو مخنیوي په موخه د کبانو پر ښکار بندیز لګېدلی دی.

د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض وایي، نیول شویو کسانو د کرنې ریاست ل خبرتیاوو سره سره، بیاهم په بېلابېلو وسیلو له سیندونو او کانالونو کبان نیول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړی زیاتوي چې دغه کسان د امنیتي ځواکونو په همکارۍ نیول شوي او ښکاري وسایل یې هم ترې ضبط کړل شوي دي.

نوموړي وویل: «هلمند اوس د کب روزنې سلګونه فارمونه لري او د کبانو د غوښو له پلوه په ځان بسیا دی. نو له دې وروسته به هېچا ته اجازه ورنکړل شي، چې د طبیعي کبانو ښکار په خپل‌سرې توګه ترسره کړي.»

د یادونې وړ ده چې د هلمند اړوند محلي مسوولانو له دې وړاندې هم هم د طبیعي کبانو د ښکار پر سر یوشمېر کسان نیولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام