Asset 1SWN

کابل ښار کې د ګلانو او زینتي بوټو نندارتون جوړ شو

ګلان

د کابل ښاروالي مسوولانو د دغه نندارتون د پرانیستې پرمهال وویل، د ګلانو او زينتي بوټو دغه نندارتون له ګلانو د ساتنې فرهنګ ترویج، د چاپریال ښکلا او د شنو سیمو پراختیا په موخه جوړ شوی دی.

ياد نندارتون کې چې د دریو ورځو لپاره زرنګار پارک کې دوام لري، ١٥٠ ډوله ګلان نندارې ته اېښودل شوي دي.

د کابل ښاروالي د سرسبزۍ رئیس عبدالوکیل متوکل وویل، د روان کال له پیل راهیسې یې کابل ښار کې څه باندې یو میلیون بوټي کرلي دي.

«د کال له پیل راهیسې یو میلیون بوټي کرل شوي او نن کابل کې د ګلانو نندارتون جوړ شو. دغه نندارتون کې ۹زره ګلان او زینتي بوټي چې ۱۵۰ ډوله کیږي، نندارې ته اېښودل شوي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د کابل والي امین الله عبید له خلکو وغوښتل چې د ښاري فرهنګ په ترویج کې ونډه واخلي.

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکو چې دغه نندارتون کې یې ګډون کړی وايي، د دغه نندارتون ترسره کول د ښاري فرهنګ ترویج او د ښار ښکلا کې مهم رول لري.

د ښاروالي د شمېرو له مخې، دامهال کابل ښار کې د ګلانو د روزنې ١٠ ګلخانې فعالیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام