د حوثي وسلهوالو ویاند یحیی سرېع نن (یکشنبه، ثور ۲۸) وویل، تېره شپه یې یو ځل بیا د اسراییل په بن ګوریون هوايي ډګر دوه بالستیک توغندي توغولي.
د هغه په وینا، د توغندیز برید له امله په اسراییل کې د خطر زنګونه هم ووهل شول.
که څه هم د حوثیانو له لوري د توغندیز برید زیانونو په اړه جزییات نهدي ورکړل شوي، خو د اسراییل د دفاع وزارت د ډېرو مالوماتو له ورکولو پرته یوازې ویلي چې یو بالستیک توغندی د هوايي دفاع سیسټمونو لخوا شنډ شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپورونو پر اساس، د مارچ له ۱۸مې راهیسې، د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند هوکړې تر ختمېدو او د اسراییل له لوري غزه کې د عملیاتو له پیل راهیسې، حوثیانو په ټولیزه توګه پر اسراییل د ۳۵ بالستیک توغنديو او ۱۰ ډرون بریدونه کړي دي.
خو د اسراییل پوځ ویلي چې ډېری دغه توغندیز بریدونه یې هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ کړي دي.



