د میدانوردګ محلي چارواکي وایي چې د کورنیو چارو وزارت اړوند د یاد ولایت د دښتيټوپ د پولیسو له روزنیز مرکز څخه سلګونه کسان فارغ شول.
د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلاموطندار ته وویل، د دغه ولایت د ملي پولیسو له روزنیز او ښوونیز مرکز څخه په نهمه دوره کې ۵۴۳ کسان فارغ شول.
هغه زیاته کړه، فارغ شویو پولیسو ته د عقیدوي او نظامي زدهکړو سربېره له ولس سره د غوره چلند او د دښمن پر وړاندې د مسلکي چلند په اړه هم زدهکړې ورکړل شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ده وویل، یاد پولیس به د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ په هدایت په بیلابیلو سیمو کې په دندو وګمارل شي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د میدانوردګ د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ورته سلګونه کسان هم فارغ شوې دي.