Asset 1SWN

د اسلامي امارت مشر د ښاري پلانونو په تړاو فرمان صادر کړ

Untitled-1

د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د ښاري پلانونو اړوند د اړینو مالوماتو خپرولو په موخه څلور مادییز فرمان صادر کړی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد (سه‌شنبه، ثور ۲۳) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه فرمان کې د ښاري ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو د پراختیا، د خدماتو د ښه‌والي، او روڼتیا په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت، د کابل ښاروالۍ او د ولایتونو اړوند ښاروالۍ مکلفې شوې چې د رسنیو، امامانو، ګذر وکیلانو او نورو مناسب لارو له لارې خلک له ښاري طرحو خبر کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یاد فرمان کې اړوند ادارې مکلفې شوې چې هغو سیمو ته پلانونه ترتیب او خپاره کړي چې تر اوسه یې تفصیلي پلان نه دی جوړ شوی.

د چارو اداره او د فرمانونو تعقیبي او نظارتي ریاستونه به د دې فرمان د تطبیق پر څرنګوالي دوامداره څارنه کوي.

یاد فرمان د توشیح له نېټې نافذ ګڼل شوی او په رسمي جریده کې به خپور شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام