یوشمېر خبریالان چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال یې، خپلې دندې له لاسه ورکړي، وايي، د وزګارتیا له امله له نامعلوم برخلیک او مالي ستونزو سره مخ شوي دي.
کابل کې د یوې انځوریزې رسنۍ خبریال حسن حسیني چې تازه یې، خپله دنده له لاسه ورکړې، وايي، د دندې له لاسه ورکولو سره یې، هغه پلانونه چې خپلې راتلونکې ته جوړ کړي و، اوس ورته حیران پاتې چې څنګه یې، پلې کړي.
هغه وویل: «کله چې دنده نهوي، د یوه کس ژوند کې اندېښنې او د پلان نشتوالی رامنځته کېږي، له دندې وړاندې مې زدهکړو او ژوند ته پلان درلود، خو اوس هېڅ نشته.»
شعیب چې دا یې، مستعار نوم دی، درې میاشتې وړاندې یې، کابل کې له یوې غږیزې رسنۍ سره کار کاوه. هغه وايي، په بېدندې کېدو سره د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نهشي برابرولی. «وزګارتیا پر ژوند ناوړه اغېز لري، پر ژورخپګان اخته شوی یم، د منظم عاید نشتوالي له امله کوچنۍ اړتیا هم نهشم برابرولی.»
احمد کبیر چې د مخکیني حکومت نسکورېدو سره یې هممهاله خپله دنده هم له لاسه ورکړې، وايي، وزګارتیا له امله پر ژورخپګان اخته شوی. «دوامداره بېکاري، د خپګان د رامنځتهکېدو سربېره، نورو ته د مالي تړاو او بېهویتي رامنځته کړې. د دې بېکارۍ له امله، زه نشم کولی خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم، کوم چې ما پلان کړی و.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال دې خبریالانو د وروستیو کلونو پرمهال ګڼو رسنیو ته د کار کولو لپاره غوښتنلیکونه هم لېږلي، خو په وینا یې، تراوسه ورته له یوې رسنۍ څخه هم د کارکولو په موخه ځواب نهدی راغلی.
رسنیز فعال اغاشېر منار وايي: «خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خلکو او حکومت ترمنځ د پُل حیث لري، که خبریالان بې کاره شي، نو دا به د نورو خبریالانو په کار او د معلوماتو په جریان اغېز وکړي او ټولنه کې به د بېکاره خلکو شمېر زیات شي.»
له دې سره هممهاله افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو ځنډېدو هم د رسینو پر فعالیتونو سیوری غوړلی چې له کبله یې، یوشمېر رسنیو هم خپل فعالیتونه تړلي او یا هم ځنډولي دي.