Asset 1SWN

د اسلامي امارت او چین چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

Go_fwP_X0AE7T2K

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د یکشنبې په ورځ کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ سره لیدلي.

دغه لیدنه کې دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو زیاتولو په اړه بحث او خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت د چین سفیر په خبره ویلي چې بجینګ افغانستان سره د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

هغه ویلي: «افغانستان او چين ګاونډي هېوادونه دي، د ګاونډيو ترمنځ ښې او مثبتې اړيکې د دواړو لپاره مهمه اړتيا ده، كومه چې د پوره کولو لپاره يې بايد ګډې هڅې لا پراخه او دوامداره شي. د بهرنیو چارو وزارت معین د سږ کال د شانګاهي غونډو ته د افغانستان د بېلا بېلو پلاوو د بلنې ترڅنګ، د چین له دوه اړخيزو او بشري همکاریو په ځانګړي ډول د افغان کډوالو سره د دوی له مرستو مننه وکړه.»

چین د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته افغانستان سره نژدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او د کانونو برخه کې د پانګونې ترڅنګ یې، بیجینګ کې د اسلامي امارت سفیر هم منلی.

ورته وخت کې د چارو کارپوهان وايي، افغانستان کولی شي چین سره سیاسي اړیکو ته داسې پراختیا ورکړي چې د پخواني سیال د امریکا حساسیت رامنځ ته نه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سیاسي مسایلو کارپوه داوود مایار وویل، بجینګ سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو لوریو لپاره مهمې دي.

«چین د نړۍ په سطحه یو ستر هېواد دی او له چین سره د افغانستان اقتصادي اړیکې پرته له شکه د دواړو هېوادونو پر اړیکو مثبت اغېز لرلی شي. له سیاسي نظره اړیکه دوه اړخه لري چې کولی شي مثبت او منفي اړخونه ولري.»

ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، د دغه وزارت اداري او مالي مرستیال د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ته د اسلامي امارت د استازي له وربللو هم مننه کړې ده.

د سیاسي مسایلو بل کارپوه نجیب‌الرحمان شمال وویل، د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې د اسلامي امارت حضور کولی د دغه سازمان غړو هېوادونو سره د کابل اړیکې ښې کړي.

«دغې غونډې ته د اسلامي امارت د استازي وربلل نه یوازې له چین سره د اړیکو پراختیا بلکې د دغه سازمان نورو غړو هېوادونو سره د اړیکو ښه کېدو لامل کیږي. سرپرست حکومت دې هم د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د غوښتنو پوره کولو او د هغوی ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.»

د شانګهای همکاریو سازمان ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرقیزستان، تاجیکستان او ازبکستان له لوري رامنځ ته شو.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال د جون په اوومه د شانګهای همکاریو سازمان ناظر غړیتوب ترلاسه کړ، خو له کله راهیسې چې اسلامي امارت بیا ځلې واک ته رسېدلی، له افغانستانه هېڅ کوم استازی د دغه سازمان غونډو ته نه دی وربلل شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام